Home » سیمه او نړی » زلينسکي: اروپا دې په راتلونکې سرمشريزه کې اوکراين ته د نوماند په توګه ځای ورکړي

زلينسکي: اروپا دې په راتلونکې سرمشريزه کې اوکراين ته د نوماند په توګه ځای ورکړي

ټاکل شوې چې په راتلونکې جون مياشت کې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو سرمشريزې غونډه ترسره شي. د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي دې سرمشريزې ته په پام سره ويلي، چې د اروپايي ټولنې مشران دې اوکراين ته په دې غونډه کې د نومان په توګه ځای ورکړي.

نوموړي پرون جمعه ناوخته د (غبرګولي په ۲۰مه) د کوپينهاګن ډيموکراسۍ ناستې ته د انلاين له لارې په خبرو کې زياته کړه، چې د اروپايي ټولنې ۲۷ غړي هېوادونه دې په راتلونکې سرمشريزه کې اورکراين ته د نوماند غړي په توګه د ځای په ورکولو سره، د اوکراينيانو په تړاو خپل اواز او ژمنې عملي کړي.

زلينسکي دغه راز غوښتنه کړې چې د روسيې خلاف په جګړه کې دې د اوکراين ملاتړ نور هم پراخ او پياوړی شي، څو د مقاومت له لارې د روسيې بريد په شا کړي.

نوموړي ټينګار وکړ، چې د اروپايي ټولنې مشران دې له روسيې سره په جګړه کې اوکراين يوازې نه پرېږدي، بلکې په خبره يې له اوکراين څخه د هر اړخيز ملاتړ له لارې دې د روسيې د بريد مخالفت دوامدار وساتي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...