په داسې حال کې چې د روسیې او اوکراین د جګړې درېیم کال پیل شوی، د اوکراین ولسمشر «ولادیمیر زلنسکي» په دغه هېواد کې د جګړې د بندېدلو په اړه د ټرمپ خبره رد کړې او ویلي یې دي: “ټرمپ دا جګړه په ۲۴ ساعتونو کې پایته نشي رسولای.”
په راپورونو کې د زلنسکي په حواله ویل شوي چې په ۲۴ یا ۴۸ساعتونو د جګړې د بندېدو په اړه د ټرمپ ادعا له حقیقت لرې خبره ده او عملي کېدای نشي.
زلنسکي ټینګار کړی: “ټرامپ ویلي چې کولای شي په ۲۴ساعتونو کې په بریالیتوب سره جګړه پای ته ورسوي. په داسې حال کې چې جو بایډن دلته و، فکر کوم هغه پوه دی چې یوازې په دلته اوسېدلو کولای شو دا حالت درک کړو، نو له همدې امله ټرامپ دلته راغواړم.”
بلخوا جو بایډن له اوکراین سره د نظامي مرستو دوام ته ژمن دی، خو ټرمپ خبرداری ورکړی چې یاد سیاست به امریکا له «له هستهیي روسیې سره درېیمې نړیوالې جګړې» ته بوځي.
د یادولو وړ ده چې ټرمپ د امریکا د راتلونکي کال د جمهوري غوښتونکو د ګوند په نوماندانو کې اصلي ټاکنه شمېرل کېږي.