د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زلنسکي اعلان کړی چې راتلونکې میاشت به د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون او له لوړپوړو امریکايي چارواکو سره د کتنې په موخه متحده ایالاتو ته سفر وکړي.
نوموړي پرون (سه شنبې، د وږي ۶مه) خبریالانو ته ویلي چې هوډ لري چې په دې کتنه کې د اوکراین د جګړې د پایته رسولو پلان وړاندې کړي، چې پکې د کورسک سیمې د جګړې پایته رسول او له اوکراین سره اقتصادي او ډيپلوماټیکې همکارۍ شاملې دي.
زلنسکي همداراز ټینګار کړی، چې له روسیې سره جګړه به د خبرو اترو له لارې پایته ورسېږي او دا خبرې د اوکراین موقعیت پياوړی کوي.
ټاکل شوې چې هغه به یاد پلان د امریکا له ولسمشر، جو بایډن او د هغه مرستیالې، کمالا هریس، او د امریکا له پخواني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ سره شریک کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې اوکراین د لومړي ځل لپاره خپل بالسټیک راکټونه ازمایلي دي.