Home » سیمه او نړی » زلنسکي: د امریکا له مرستې پرته به شاتګ ته اړ یو

زلنسکي: د امریکا له مرستې پرته به شاتګ ته اړ یو

د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي وايي، که امریکا دغه هېواد ته د پوځي مرستو د استولو ژمنه پوره نه کړي، ځواکونه به یې له روسیې سره له جګړې «ګام په ګام» وتلو ته اړ شي.

زلنسکي په یوه مرکه کې ویلي: “که چیرې د امریکا ملاتړ نه وي، دا په دې مانا ده چې موږ به نور د هوایي دفاع، پیټریوټ توغندیو، د بریښنایي جګړې لپاره تاسیسات او د ۱۵۵ ملي متري توپ مرمۍ ونه لرو.”

هغه زیاته کړې: “دا په دې مانا ده چې موږ به ګام په ګام په کوچنیو موخو کې شاتګ ته اړ شو.”

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د استازو مجلس، د جمهوري غوښتونکو د مخالفت له امله نه دی توانیدلی چې اوکراین ته پوځي مرستې تصویب کړي.

اوکراین له روسیې سره په جګړه کې تر ډېره د امریکا او اروپا پر مالي مرستو او وسلو تکیه کوي.

اوکرایني چارواکو تر دې وړاندې هم څو ځلې له دوی سره د دغو مرستو د نه دوام او د هغو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی و.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...