Home » سیمه او نړی » زلنسکي، د روسیې ولسمشر د هغه د سرسخت سیاسي مخالف پر وژلو تورن کړی
رویداد خبري اژانس
رویداد خبري اژانس

زلنسکي، د روسیې ولسمشر د هغه د سرسخت سیاسي مخالف پر وژلو تورن کړی

د اوکرین ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي، پرون جمعه ادعا کړې چې د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین د هغه د سرسخت سیاسي مخالف «الکسي ناوالني» د مړینې مسوول دی.

زلنسکي زیاته کړې چې دی ډاډه دی چې یاد کس په مړینه کې پوتین لاس لري.

ناوالني په ۲۰۲۱ کال په روسیه کې د افراطیت او له هغوی څخه د مالي ملاتړ له امله زنداني شو.

هغه د پوتین له سرسختو مخالفینو څخه شمېرل کېده، چې په ۱۹ کاله زندان محکوم شو او په زندان کې یې شپې او ورځې تېرولې.

ناوالني د ۲۰۲۳ د ډسمبر په لومړیو کې د مسکو په ۲۹۰کیلو مترۍ په یوه بندخونه کې ساتل کېده.

نوموړی د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې له زندان څخه په ډنګر ځان او خرېیلي سر په یوه ویډیو کې ظاهر شوی و.

د راپورونو له مخې، د ناوالني د وژلو په اړه لومړنۍ څېړنې پیل شوې دي او لومړنۍ پایلې یې له رسنیو سره نه دي شریکې شوې.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...