Home » افغانستان » زلمی خلیلزاد:که افغانان سیاسي جوړ جاړی ونه کړي، بلې جګړې سره به مخامخ شي
رویداد خبري آژانس
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

زلمی خلیلزاد:که افغانان سیاسي جوړ جاړی ونه کړي، بلې جګړې سره به مخامخ شي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، که افغانان سیاسي جوړ جاړی ونه کړي له یوې بلې دوامداره جګړې سره مخامخ شي.

زلمي خلیلزاد په یوه مرکه کې ویلي، د افغانستان دولت او طالبان باید دواړه د هېواد ملي ګټو ته پر شخصي هغو لومړیتوب ورکړي.

د خلیلزاد په وینا د سولې خبرې چې د هوکړې له لاسلیک وروسته شروع شوې، لازم پرمختګ یې نه دی کړی، دواړه لوري ډېره هڅه کوي چې له پوځي لارې ستونزه هواره کړي، اوس د دې وخت را رسیدلی چې رهبران د جګړې د حل لارې پرځای خبرې جدي پيل کړي او لومړیتوب دې ته ورکړي چې یوې هوکړې ته ورسیږي.

نوموړي زیاته کړې، د جګړو دوام یوازې افغانانو ته زیان اړوي او بله کومه ګټه نه لري.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې طالبانو په هرات، کندهار، هلمند او یو شمېر شمالي ولایتونو کې جګړې زیاتې کړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...