Home » افغانستان » زلمی خلیلزاد:طالبان به د زور له لارې واک ته ونه رسېږي
رویداد خبري آژانس

زلمی خلیلزاد:طالبان به د زور له لارې واک ته ونه رسېږي

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد له اسوشیټېډ پرېس سره په مرکه کې هیله څرګنده کړې چې په را روان لوی اختر کې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وشي.

خلیلزاد ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له موافقې د طالبانو تعبیر دا دی چې سیاسي موافقه باید له اوربند مخکې وي او دواړه باید په یوه وخت کې اعلان شي، خو هغه وویل چې اوس مهال د اختر په ورځو کې د لنډمهال لپاره د اوربند امکان شته.

خلیلزاد ټینګار کړی چې طالبان په افغانستان کې د جګړې له لارې پوره بریا ته نه شي رسېدی او خبرداری یې ورکړ چې که له افغان حکومت سره د سولې یوې موافقې ته ونه رسېږي، نو امریکا به د طالبانو په مشرۍ د زور له لارې واک ته رسېدلی دولت په رسمیت ونه پېژني.

بلخوا ټاکل شوې د افغان حکومت اته کسیزه پلاوی نن شنبه (د چنګاښ ۲۶مه نېټه ) له طالب پلاوي سره مخامخ خبرو ته کېني.

د افغان پلاوي مشري به عبدالله عبدالله او د طالبانو ټیم مشري ملابرادر کوي. په دې غونډه کې د ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب او سراج الدین حقاني هم ګډون کوي.

د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند فریدون خوځون رسنیو ته ویلي چې دغه غونډه نن په ۱۲ بجو پیلېږي او اساسي بحث به د اوربند په ټینګېدو وي.

نوموړي زیاته کړې چې د اوربند ترڅنګ به دواړه لوري د سولې په وروستیو پرمختګونو، خنډونو او ستونزو هم بحث او خبرې اترې وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...