Home » افغانستان » زلمی خليلزاد دوحې ته روان شو
رویداد خبري آژانس

زلمی خليلزاد دوحې ته روان شو

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد داسې وخت کې دوحې ته روان شوی چې بين‌الافغاني خبرو کې د پرمختګ څرک نه ليدل کېږي.

 خلیلزاد پر خپل ټوېتر ليکلي، دوحې ته روانېږي تر څو د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې د خبرو، د سيمه‌ييز اتصال او د سوداګرۍ د ودې په تړاو له خپلو شريکانو سره خبرې وکړي.

خليلزاد زياته کړې:افغانان او نړيواله ټولنه حالت له نېږدې څاري او د سولې له خبرو يې هيله دا ده چې افغانستان د سیاسي راتلونکې نقشې او د يوه تلپاتې او هر اړخيز اوربند پر لور پرمختګ وکړي.

خليلزاد داسې مهال دوحې ته خپل سفر پيل کړی چې هلته د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي تر دې مهاله يوازې د خبرو پر تګلاره هم هوکړې ته نه دي رسېدلي.

د راپورونو له مخې په دې خبرو کې دوه مسايل داسې دي چې ټولې خبرې يې له ځنډ او خنډ سره مخ کړې دي.

له دې ډلې يوه او ډېره جنجالي موضوع د طالبانو دا ټينګار دی چې بين‌الافغاني خبرې دې هم د طالبانو او امريکا تر منځ د دوحې هوکړې په چوکاټ کې پرمخ لاړې شي.

خو د افغان حکومت د مرکچي پلاوي ټينګار بيا پر دې دی چې که د امريکا او طالبانو تر منځ د دوحې هوکړه د بين‌الافغاني خبرو اساس کېدای شي، د کابل اعلاميه چې پر يو وخت او د ګډې موضوع په تړاو خپره شوې، هم بايد د خبرو اساس ووسي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...