د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په لوګر ولایت کې وروستی موټربم برید په کلکو ټکو غندلی دی.
خلیلزاد په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې دا یو بې مانا برید، غیر انساني کړنه او وحشتناک عمل و.
خلیلزاد زیاتوي دا برید پر بېګنا افغانانو او هغو ځوانانو شوی چې د کانکور په ازموینه کې یې ګډون کاوه.
نوموړي ویلي چې دغه برید او عاملین یې په کلکو ټکو غندي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ ماښام مهال د لوګر ولایت په پل علم کې موټربم برید وشو چې د وروستیو معلوماتو له مخې په پېښه کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان دي. دې پېښې په نړیواله کچه غبرګونونه له ځان سره لرلي دي