د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د ازبکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې کړې دي.
د سيمهييزو رسنیو د راپورونو له مخې، دواړو لورو دغه راز د سيمې پر امنيت او د امريکا او ازبکستان پر دوه اړخيزو اړيکو هم خبرې کړې دي.
د ازبکستان ولسمشر امام علي رحمان ويلي، هېواد يې په افغانستان کې د سولې د هڅو په تړاو د افغان حکومت د دريځ ملاتړ کوي.
رحمان ټينګار کړی چې ازبکستان به د افغانستان د ستونزو د حل او اقتصادي رغونې برخه کې خپلو هڅو او همکاريو ته دوام ورکړي.
دا ليدنه داسې مهال ترسره شوې چې خليلزاد تازه له دوحې تاشکند ته رسېدلی.
نوموړي دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو له مرکچي پلاوو سره وکتل او دواړه لوري يې د اختلافاتو حل ته وهڅول.
د تېرې سپټمبر مياشتې له ۱۲مې نېټې راوروسته قطر کې د سولې بينالافغاني خبرې پيل شوې خو تر دې مهاله دواړه خواوې نه دي توانېدلې چې د سولې عمومي خبرو لپاره پر تګلاره موافقه وکړي.