Home » فرهنګی او ټولنیز » زابل کې د یو ښوونځي نوي ودانۍ ګټې اخیستې ته وسپارل شوه
رویداد خبري آژانس

زابل کې د یو ښوونځي نوي ودانۍ ګټې اخیستې ته وسپارل شوه

دافغانستان د پوهنې وزارت وایي، د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې د هولان رباط عالي لېسي نوې ودانۍ یې د پوهنې ریاست مسوولینو او یو شمېر نورو سیمه ییزو چارواکو په ګډون د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شوه.

د پوهنې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي:” هولان رباط لېسي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په یو پوړ کې د هندوستان هیواد په مالی مرسته د یو کال په موده کې جوړه شوې، چې ۸ درسي خوني، ۲ اداری خونې، د احاطې دیوال، عصري تشنابونه، د څښاک اوبه او نورې اړوندې ښوونیزې آسانتیاوې لري، چې د دې ودانۍ په جوړیدو سره به د ښوونځي زده کوونکي په ښه توګه وکولای شي چې، په محفوظ چاپیریال کې زده کړې وکړي.”

رویداد خبري آژانس

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ د روان کال له پیل نه د زابل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د زیات شمېر ښوونځیو ودانۍ ګټې اخیستنې ته سپارل شوې او د زیاتو يې د بنسټ ډبرې کښېښودل شوې دې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

رویداد خبري اژانس

د راډیو نړیواله ورځ؛ په ټول هېواد کې ۲۸۰راډیوګانې فعالیت کوي

د راډیو له نړیوالې ورځې ...