Home » افغانستان » زابل کې د ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه او ۱۵ نور ټپیان شول

زابل کې د ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه او ۱۵ نور ټپیان شول

په زابل کې د ا.ا سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل – کندهار پر لویه لار د یوه ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله درې تنه مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

دا پېښه د شنبې په ورځ د غبرګولي په ۵مه د زابل د شهر صفا ولسوالۍ د «بریام مانده» په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د زابل د امنيې قوماندانۍ وياند، ذبيح الله جوهر رسنیو ته ویلي چې په دې پېښه کې يوه ښځه او دوه نارينه مړه شوي دي.

د کابل-کندهار لویه لار د هېواد په کچه یو له هغو لارو څخه ده چې ډېری ترافیکي پېښې پکې کېږي. دغه لويه لاره پخوا د څو کلنو جګړو پر مهال ويجاړه شوې وه، خو اوس يې ځينې برخې بيارغول شوې دي.

په هېواد کې د ترافیکي پېښو اصلي لاملونه ګړندی تګ، د موټر چلوونکو بې پروایي، د ترافيکي قوانينو نه مراعت او د سړکونو خرابوالى بلل کېږي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...