په زابل کې د ا.ا سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل – کندهار پر لویه لار د یوه ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله درې تنه مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
دا پېښه د شنبې په ورځ د غبرګولي په ۵مه د زابل د شهر صفا ولسوالۍ د «بریام مانده» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د زابل د امنيې قوماندانۍ وياند، ذبيح الله جوهر رسنیو ته ویلي چې په دې پېښه کې يوه ښځه او دوه نارينه مړه شوي دي.
د کابل-کندهار لویه لار د هېواد په کچه یو له هغو لارو څخه ده چې ډېری ترافیکي پېښې پکې کېږي. دغه لويه لاره پخوا د څو کلنو جګړو پر مهال ويجاړه شوې وه، خو اوس يې ځينې برخې بيارغول شوې دي.
په هېواد کې د ترافیکي پېښو اصلي لاملونه ګړندی تګ، د موټر چلوونکو بې پروایي، د ترافيکي قوانينو نه مراعت او د سړکونو خرابوالى بلل کېږي.