زابل کې د واده پر موټر چاودنه کې ۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.
د دغه ولايت د والي وياند ګل اسلام سيال رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چاودنه پرون سې شنبې د لړم ۷ د (اکټوبر۲۷) له غرمې وروسته د مرکز کلات اړوند کيشانو سيمه کې د واده پر ټونس ډوله موټر وشوه.
نوموړي ویلي، په وژل شوو او ټپيانو دواړو کې ښځې هم شاملې دي.
سيال په وینا، ماين د وسلهوالو طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی و.
خو تراوسه طالبانو په دې اړه څه ندي ویلي.