د برېتانيا پخوانی لوی درستز لارډ ډېويډ ريچرډز وايي، په موجوده وضعیت کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل لويه تېروتنه ده او زياتوی د همدې تېروتنې له امله ښايي افغانستان يو ځل بيا د کورنۍ جګړې پخواني دور ته ستون شي.
نوموړي پرون شنبه د (چنګاښ په ۱۲مه) له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل ناسالم قضاوت بللی او په خبره يې دا چاره د لوېديځ لويې تګلارې لپاره خورا خواشينوونکې ده.
د برېتانيا پخواني لوی درستز د خپلو خبرو په دوام سره زياته کړې چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له لوري د زياتې مودې په تېرولو سره، د نړېوالو مثبتې هڅې بريالۍ کېدای شوې؛ خو د نوموړي په باور ځيني هېوادونه ونه توانېدل چې د دغه کار لپاره کافي او لازمې سرچينې برابرې کړي.
ډېويډ ريچرډز هغو هېوادونو ته چې په افغانستان کې يې پوځي حضور درلود خبرداری ورکړی، چې له دغه هېواد څخه د بهرنيو ځواکونو تر بشپړ وتنې وروسته دې د سپټمبر ۱۱مې ورته پېښې لپاره په تمه شي.
د برېتانيا د پخواني لوی درستز دا څرګندونې داسې مهال دي چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو له بهير سره په هممهاله توګه، وسلهوالو طالبانو جګړه زياته کړې او د سيمو لاندې کولو په هڅه کې دي.
د تېرې جمعې په ورځ د (چنګاښ په ۱۱مه) امريکايي ځواکونو د بګرام لويې هډې په پرېښودو سره دا وښوده چې ممکن د بهرنيو ځواکونو د وتلو بهير بشپړېدو ته نږدې شوی وي.