د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ د ایران سرحدي سیمو ته څېرمه د افغانانو د وژنې او پر دوی د شویو ډزو په اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده.
نوموړي (چهارشنبې، د تلې ۲۵مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې هغه یادې پېښې اندېښمن کړی دی.
بلخوا په کابل کې د ایران سفیر او ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د ایران په سراوان سرحد کې د لسګونو ناقانونه کسانو د وژل کېدو په اړه د هغه مستقیمو پلټنو څرګنده کړې، چې دغه خبر حقیقت نه لري.
په همدې حال کې د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد په یوې خبرپاڼه کې د ځينو وژل او ټپي شویو افغانانو په هکله لیکلي «نن چې، په رسنيو کې د ايران او پاکستان پر ګډه پوله د يو شمېر افغانانو د شهادت او زخمي کېدو په اړه ځينې ګنګوسې خپرېږي، په دې اړه د افغانستان ا.ا حکومت بېلابېل ارګانونه او ډیپلوماټیکې استازولۍ پلټنې او تحقيقات کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د حالوش سازمان د ایراني پوله ساتو له خوا د شاوخوا ۲۰۰ افغان کډوالو د ویشتلو خبر ورکړی و.
د یادولو وړ ده چې د افغان کډوالو وژلو په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه راپارولي او په دې اړه یې د ایران له حکومت د وضاحت غوښتنه کړې ده.