Home » افغانستان » ریچارډ بنټ: د کابل د برید عاملین باید عدالت ته وسپارل شي

ریچارډ بنټ: د کابل د برید عاملین باید عدالت ته وسپارل شي

په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بنټ په کابل کې د دوشنبې د ورځې د خونړي برید په اړه د بشپړې څېړنې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دې برید عاملین باید د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

نوموړي نن سهار (چهارشنبې، د وږي ۱۴مه) په اېکس پاڼه دا برید ټکان ورکوونکی بللی او لیکلي یې دي دا تاوتریخوالي هېڅ توجیه کېدای نشي.

بنټ د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده: “مسوول کسان باید له بشپړې څېړنې او عادلانه محکمې وروسته عدالت ته وسپارل شي.”

د دوشنبې په مازدیګر د کابل په دارالامان سیمه کې د څارنوالۍ د کارکوونکو پر موټر ځانمرګی برید وشو. دغه کارکوونکي هغه مهال په نښه شول، چې د رخصتۍ پرمهال له دفتر څخه د وتلو په حال کې وو.

د کابل امنیه قومانداني وايي، په دې برید کې د یوې ښځې په ګډون شپږ تنه وژل شوي او دیارلس نور ټپیان شوي دي.

داعش د دغه برید مسوولیت منلی دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...