د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي ریپورټر ریچارډ بنت ویلي چې د ا.ا لخوا افغانستان ته د ده پر سفر د بندیز سربېره به په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه خپل فعالیت ته ادامه ورکوي.
ا.ا افغانستان ته د بنت پر سفر بندیز تایید کړی او د دې اقدام لامل یې د ا.ا پرضد «تبلیغات» بللی دی.
بنت په یوه اعلامیه کې د ا.ا دا اقدام وروسته تګ بللی او زیاته کړې یې ده چې دا پرېکړه د ا.ا ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل لپاره د اندېښنې وړ ده.
د ا.ا ویاند، ذبیحالله مجاهد رسنیو ته ویلي چې د بنت خبرې د باور وړ نه دي او زیاته کړې یې ده بنت په پخوانیو راپورونو کې کوچني موضوعات ډېر لوی کړي دي.
لخړا بنت ویلي چې له ا.ا سره په تعامل کې «رښتینی» وم او افغانستان د بشری حقونو له حالت ارزونه یې خپله دنده او مسوولیت بللی.
هغه له ا.ا څخه غوښتي چې دا پرېکړه لغوه کړي او افغانستان ته د سفر اجازه ورکړي.