Home » افغانستان » رینا امیري: نړیواله ټولنه د افغانستان د ښځو او نجونو د ستونزو رسېدلو ته ژمنه ده

رینا امیري: نړیواله ټولنه د افغانستان د ښځو او نجونو د ستونزو رسېدلو ته ژمنه ده

د بشري حقونو او افغان مېرمنو لپاره د امریکا ځانګړې استازې، رینا امیري وایي، چې نړیواله ټولنه د افغان نجونو او ښځو ستونزو رسېدلو ته ژمنه ده.

امیري شنبه د کب ۵مه په خپله اېکس پاڼه د افغانستان په اړه د دوحې ناسته مهمه بللې او زیاته کړې یې ده: “د دوحې ناسته دا ښيي چې نړیواله ټولنه په ټوله کې د افغانستان ملاتړ ته ژمنه ده.”

د امریکا ځانګړې استازې همدارنګه ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه د افغان ښځو ستونزو ته د رسېدنې په ګډون د اقتصادي ثبات او امنیت په برخه کې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکوي.

رینا امیري د دوحې غونډې ته په اشارې سره ویلي چې په دې غونډه کې د افغانستان د مدني ټولنې استازو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ښځو غیر عادي وضعیت او د افغانستان په بحثونو کې د ښځو او مدني ټولنې د ونډې اهمیت په پام کې ونیسي.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان په اړه د دوحې غونډه تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه‌توب او د افغانستان په چارو کې د يادو هېوادونو د ځانګړيو استازو په ګډون جوړه شوې وه.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...