د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې، رینا امیري نن (دوشنبې، د سلواغې لومړۍ نېټه) پر اېکس لیکلي چې نن یې د دندې وروستۍ ورځ ده او د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړې استازې په توګه د ښځو، نجونو او بشري حقونو په برخه کې یې مسوولیت پاېته رسېږي.
امیري همداراز زیاته کړې چې د بشري حقونو پر بنسټ له افغان ښځو دفاع او د هغوی لپاره کارکول ورته لوی ویاړ و.
د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه کړې چې د افغان ښځو او نارینه وو ملاتړ وکړي.