Home » افغانستان » رینا امیري د افغان کډوالو ستونزې د ملګرو ملتونو له لوی کمېشنر سره شریکړې کړې

رینا امیري د افغان کډوالو ستونزې د ملګرو ملتونو له لوی کمېشنر سره شریکړې کړې

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازي رینا امیري وایي، چې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه یې د ملګروملتونو د کډوالو له لوی کمېشنر سره خبرې کړې دي.

رینا امیري په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو له لوی کمېشنرفلیپو ګراندې سره یې د افغان کډوالو پر اوسني وضعیت او ځانګړي ډول له خطر سره مخ کډوالو په اړه خبرې کړي دي. که څه هم د دې کتنې په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي، خو په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې ده.

بلخوا تازه د ایران د امنیتي ځواکونو عمومي قوماندان احمد رضا رادان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې په راروانو شپږو میاشتو کې به له دغه هېواد څخه هغه دوه میلیون افغانان چې په ایران کې د اوسیدنې قانوني اسناد نه لري وایستل شي.

داپه داسې حال کې ده چې د ملګروملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو پر اساس اوسمهال شاوخوا ۴،۵ ميلیون افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي، خو ایراني چارواکو دا شمېر لوړ ښودلی دی. بې روزګاري، فقر او نور کړواوونه هغه ستونزې دي چې راستانه شوي افغان کډوال ورسره لاس او ګریوان دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...