Home » افغانستان » ريچارډ بنيټ: په افغانستان کې بشري وضعيت د ژورې اندېښنې وړ دی

ريچارډ بنيټ: په افغانستان کې بشري وضعيت د ژورې اندېښنې وړ دی

د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بنيټ افغانستان ته له خپل ۱۲ ورځني سفر وروسته بېرته له دې هېواد تللی دی.

نوموړي نن پنج‌شنبه د (تلې په ۲۸مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې افغانستان ته د خپل دې مالوماتي سفر په ترڅ کې يې له بېلابېلو اړخونو سره پر ليدنو سربېره، ځيني مهمې سيمې هم له نږدې ليدلي دي.

بنيټ زياته کړې، چې په افغانستان کې بشري وضعيت لا هم د ژورې اندېښنې وړ دی. نوموړي څرګنده کړې چې راتلونکې اوونۍ به د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې په دې اړه راټول کړي نظرونه او وړانديزونه په دقت سره وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ۲۷ هېوادونو د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره په افغانستان کې د موجوده بشري وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دې هېوادونو د افغانستان له سرپرست حکومت غوښتي، چې بشري حقونو ته د درناوي په موخه دې د ښځونو حقونو رعايت او د نجونو پر مخ دې له شپږم ټولګي د پورته ښوونځيو دروازې هم پرانيزي.

خو د افغانستان سرپرست حکومت تل د بشري حقونو د نقض په اړه د نړيوالو اندېښنې رد کړي او ويلي يې دي، چې د بل هر وخت په پرتله دامهال په افغانستان کې د ښځو حقونو خوندي شوي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...