Home » افغانستان » ريچارډ بنت: په افغانستان کې د نجونو او ميرمنو حقونه په ناسم وضعيت کې دي

ريچارډ بنت: په افغانستان کې د نجونو او ميرمنو حقونه په ناسم وضعيت کې دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بنت په افغانستان کې د ميرمنو او نجونو پر اوسني وضعيت اندېښنه ښودلې او زياته کړې يې ده چې ياد وضعيت په دې هېواد کې د بشري حقونو پر ټولو برخو سيوری غوړولی.

نوموړي نن شنبه د (غبرګولي په ۲۸مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې د اروپايي پارلمان د بشري حقونو کميټې ته افغانستان ته د خپل سفر او دغلته د بشري وضعيت په اړه د مالوماتو له ورکولو وړاندې يې، د ياد پارلمان له ځينو غړو سره په دې اړه اندېښنې شريکې کړي دي.

بنت ويلي، چې افغانستان ته د سفر په ترڅ کې د ترلاسه شوو مالوماتو شريک کول او د افغان نجونو او ميرمنو د حقونو اوسني وضعيت په تړاو د اورپايي پارلمان بشري حقونو کميټې ته د مالوماتو ورکول، بروکسېل ته د نوموړي دې سفر د اجنډا په سر کې دي.

د ملګرو ملتونو په شمول د بشري حقونو مدافع نړيوالو بنسټونو هم له دې وړاندې د يو لړ راپورونو په ترڅ کې په افغانستان کې بشري وضعيت خورا اندېښمنوونکی بللی دی.

دوی له اسلامي امارت غوښتي، چې نجونو ته د زده‌کړو او ميرمنو د کار حق په ورکولو سره دې، د بشري حقونو خونديتوب ته خپله ژمنتيا ثابته کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...