Home » افغانستان » رينا اميري: پر ط.البانو لګېدلي بنديزونه د دوی د عمل نتيجه ده

رينا اميري: پر ط.البانو لګېدلي بنديزونه د دوی د عمل نتيجه ده

د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امريکا ځانکړې استازې رينا اميري وايي، دا مهال افغان ميرمنې د ط.البانو له لوري له جنسيتي تبعيض سره مخ دي او په خبره يې داسې توپيري چلند ورسره کېږي، چې په هېڅ اسلامي هېواد کې ورسره نه دی شوی.

نوموړې له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې ويلي، چې د طالبانو له لوري د ښځو د حقونو او د بشري حقونو نورو اړوند برخو پر وړاندې دا ډول چلند د دې سبب شوی، چې پرې د نړيوالو بنديزونه ډېر او دوام وکړي.

هغې زياته کړې، د طالبانو تګلارې او اعمال د دې لامل شوي، چې پرې لګېدلي بنديزونه دوام وکړي. رينا اميري د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بنت وروستيو مالوماتو ته په اشارې سره چې د افغانستان بشري وضعيت په اړه يې د بشر حقونو نړيوالې شورا ته وړاندې کړي، د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت ظالم بللی دی.

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې د نجونو او ښځو د حقونو تامين په اړه د نړيوالو له متواترو غوښتنو سره سره بيا هم په دې برخه کې کوم خاص پرمختګ نه دی شوی.

عام خلک غوښتنه کوي چې بشري او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته د درناوي په موخه دې حکومت د نجونو پر مخ ښوونځي پرانېزي او ښځو ته اجازه ورکړي څو دندو ته ستنې شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...