د افغانستان لپاره د بشري حقونو او د ښځو په برخه کې د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري وايي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو نقض په بې سارې توګه دوام لري.
نوموړې په دوحه کې د اسلامي امارت او امريکايي پلاوو ترمنځ مذاکراتو ته په اشارې سره زياته کړې، چې له طلبانو سره د نړيوالو د تعامل له درکه، د بشري حقونو په برخ په ځانګړې توګه د نجونو او ميرمنو او دغه راز له خطر سره د مخ قشرونو د حقونو برخه کې مانا لرونکې پايلې نه درلودې.
رينا اميري زياته کړې، له همدې کبله د افغانستان اړوند هغه څه په اړه اندېښمنه او ناهيلې شوې، چې د نوموړې دفتر ترې څارنه کوي.
نوموړې ويلي، چمتو ده څو په هغه صورت کې چې طالبان د ميرمنو او نجونو اودغه راز له خطر سره د مخ قشرونو د حقونو خونديتوب په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي، له يادې ډلې سره کار ته دوام ورکړي.
ميرمن اميري ټينګار کړی چې د امريکا متحده ايالات له ټولو طالبانو غوښتنه کوي، چې د ټولو افغانانو بشري حقونو ته درناوی وکړي.