Home » افغانستان » رينا اميري: طالبان د افغاني ټولنې نيمايي برخې له زده‌کړو او کار کولو انکار نه شي کولی

رينا اميري: طالبان د افغاني ټولنې نيمايي برخې له زده‌کړو او کار کولو انکار نه شي کولی

د ښځو په چارو کې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري وايي، چې د طالبانو له لوري له ښوونځيو څخه د نجونو د منعه کولو ۴سوه ورځې پوره شوې او زياتوي، پر دې سربېره داسې هڅې هم شوي چې په پوهنتونو کې هم د نجونو زده‌کړې له خنډ سره مخ شي.

رينا اميري نن سې‌شنبه د (لړم په ۳مه) په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، داسې کره راپورونه شته چې طالبانو؛ نجونې او په ځانګړې توګه هزاره نجونې د کابل پوهنتون له ليليې څخه بهر کړي او ان دا چې د نوموړې په خبره د پوهنتون دننه په ازمويينو کې هم برخه نه ده ورکړل شوې.

رينا اميري ټينګار کړی، طالبان نه شي کولی د افغانستان د ټولنې نيمايي برخې چې ښځې دي، د زده‌کړو او کار له حق څخه انکار وکړي. د هغې په خبره، د نجونو زده‌کړې او کار کولی شي چې افغانستان له اقتصادي اړخه پر ځای بسيه کړي.

نوموړې زياته کړې، د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو لپاره د زده‌کړو برابرې زمينې برابرول کولی شي، چې افغانستان له بې‌وزلۍ بهر او هيله‌مندۍ بيا زياتې کړي.

که څه هم د افغانستان سرپرست حکومت ويلي چې د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د کار په اړه يې پر يوه طرحه کار روان کړی، خو لا هم په دې برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...