افغانستان لپاره د ښځو، نجونو او بشري حقونو په برخه کې د امريکا ځانکړې استازي رينا اميري وايي، چې افغانان په خپل هېواد کې د يوه داسې پراخ بنسټه حکومت د رامنځته کېدو غوښتنه کوي، چې حقونو ته يې درناوی وکړي.
نوموړې پرون دوشنبه د (زمري په ۲۴مه) په خپل ټوېټر کې ليکلي، چې نړيواله ټولنه دې له افغانانو سره د يوه پراخ بنسټه حکومت په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.
ميرمن اميري زياته کړې، چې دامهال ټول افغانان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې په ټولنه کې له عام نظر څنګ ته کړای شوي او د تاوتريخوالي له سيوري لاندې ژوند کوي.
نوموړې زياته کړې، چې په افغانستان د يوه ښه راتلونکي لپاره يوه ستونزمنه لار په مخ کې پرته ده؛ خو زياتوي چې پر دې برسېره به هم امريکا د افغانانو ترڅنګ ولاړه وي.
په افغانستان کې د طالبانو د بيا ځلي واکمنۍ يو کال پوره شو؛ خو اوس هم پر سرپرست حکومت نيوکې دي چې له امنيت پرته نور په اکثره مواردو کې له ناکامۍ سره مخ دی.