Home » افغانستان » رينا امري: د افغانستان اقتصاد د ښځو له ونډې پرته په پښو نشي درېدای

رينا امري: د افغانستان اقتصاد د ښځو له ونډې پرته په پښو نشي درېدای

د افغانستان لپاره بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري له ځينو امريکايي چارواکو سره په ګډه په واشنګټن کې د هسپانيې له سفيرې ليدلي دي.

په دې ليدنه کې د امريکا او هسپانيې پر دوه اړخيزه مسايلو سربېره د افغانستان ښځو او دغلته د نجونو د زده‌کړو پر وضعيت هم خبرې شوي دي.

رينا امري نن چهارشنبه د (وږي په ۳۰مه) خپل ټوېټر کې په دې اړه ليکلي، چې په دې ناسته او ليدنه کې له نړيوالې ټولنې سره د افغان ښځو د اړيکو رامنځته کولو او دغه د دوی د کار او زده‌کړو په شمول د دوی پر نورو اړتياوو بحث شوی دی.

نوموړي ټينګار کړی چې د افغانستان اقتصاد د ښځو له ونډې پرته په پښو نه شي درېدای او له همدې کبله اړتيا ده چې د ښځو رول ته جدي پاملرنه وشي.

له دې وړاندې د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن ويلي و، چې واک ته د طالبانو له رسېدو سره د افغان ښځو هغه لاسته راوړنې له منځه تللي، چې د تېرو دوو لسيزو پرمهال يې د نړيوالې ټولنې په ملاتړ ترلاسه کړې وې.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...