روېټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې د اسلامي دولت ډلې يا داعش په کابل کې د سيکانو پر عبادتځي د پروني وسلهوال بريد مسووليت منلی دی.
روېټرز نن يکشنبه د (غبرګولي په ۲۹مه) په دې اړه خپاره کړې راپور کې ويلي، چې داعش ډلې په خپل ټلکرام کې د ياد بريد مسووليت منلی او زياته کړې يې ده، چې دا بريد يې په هند کې د حاکم BJP ګوند له لوري د اسلام پيغمبر محمد (ص) ته د سپکاوي په بدل کې کړی دی.
پرون شنبه د کابل څلورمې امنيتي حوزې اړوند د کارته پروان په سيمه کې، د سيکانو پر يوه عبادتځي څو چاودنې وشوې او ورسره سم بريدګرو له امنيتي ځواکونو سره وسلهواله جګړه هم پيل کړه.
کورنيو چارو وزارت ويلي، چې په دې چاودنو او وسلهوال بريد کې دوه تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي؛ خو عيني شاهدان بيا دا شمېره لوړه ښيي.
پر درمسال دا بريد په کور دننه او بهر په کلکه غندل شوی دی. د بښنې نړيوال سازمان، اروپايي ټولنې، يوناما او نورو نړيوالو بنسټونو له سرپرست حکومت غوښتي چې د دې بريد په اړه له نړيوالو نرمونو او معيارونو سره سمې څېړنې وکړي.