رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران د اسلامي جمهوریت مشر، علي خامنهای په ایران کې د سختو امنیتي تدابیرو سره خوندي ځای ته لېږدول شوی دی.
رویټرز نن (شنبه د تلې ۷مه) لیکلي چې دا اقدام وروسته له هغه شوی چې د اسراییلو په برید کې د لبنان د حزب الله د مشر، حسن نصرالله وژل کېدل تایید شول.
دغه خبري اژانس د تهران د دوو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې «اسلامی جمهوریت د حسن نصرالله له مړینې وروسته د لبنان له حزب الله او نورو متحدانو سره د راتلونکو اقداماتو د ټاکلو لپاره په دوامداره تماس کې دي.»
د اسراییلو پوځ نن اعلان وکړ چې “حسن نصرالله د جمعې په ورځ په بیروت کې د دوی له بریدونو وروسته وژل شوی دی.”
بلخوا د لبنان حزب الله تر اوسه د حسن نصرالله د مړینې په اړه څه نه دي ویلي.