د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، امریکا او عراق له عراق څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ایتلافي ځواکونو د وتلو په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.
رویټرز د (سې شنبې، د سپټمبر ۷مه) لیکلي چې د دې هوکړې له مخې به د ۲۰۲۵ کال تر سپټمبر پورې یو زیات شمېر امریکايي او ایتلافي ځواکونه له عراق څخه ووځي او پاتې نور به یې د ۲۰۲۶ کال تر پایه له عراق څخه ووځي.
یوې امریکایی سرچینې رویټرز ته وویل: “موږ یوې هوکړې ته رسیدلي یو، یوازینۍ پوښتنه دا ده چې موږ به یې کله اعلان کړو.”
دا هوکړه د بغداد او واشنګټن ترمنځ له شپږو میاشتو خبرو اترو وروسته وشوه. په ورته وخت کې دواړه هېوادونه هڅه کوي چې د اوږدمهاله امنیتي همکاریو او په عراق کې د ځینو امریکايي سلاکارانو د حضور د دوام لپاره یوې موافقې ته ورسیږي.
متحده ایالاتو په عراق کې شاوخوا۲۵۰۰ سرتیري او په سوریه کې۹۰۰ سرتیري ځای په ځای کړي چې په۲۰۱۴ کال کې د داعش ترهګرې ډلې سره د مبارزې لپاره د جوړ شوي ایتلاف برخه دي.
په نورو ایتلافي ځواکونو کې د المان، فرانسې، هسپانیې او ایټالیا سرتیري شامل دي.
بايد يادونه وشي چې دغه تړون لا هم په بغداد او واشنګټن کې وروستي تاييد ته اړتيا لري.