رویټرز خبرې اژانس ویلي چې امریکایي چارواکو منلې چې اوکراین د روسیې پر وړاندې له اوږده واټن ویشتونکو توغندیو ګټه اخیستل پيل کړي چې په پټه د امریکا له خوا ورکړل شوي و.
دا وسلې د هغو ۳۰۰میلیون ډالري مرستو یوه برخه وه چې په مارچ کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن له خوا تصویب او په روانه میاشت کې اوکراین ته ورکړل شوې دي.
د امریکایي رسنیو د راپور له مخې، تر اوسه د روسیې پر وړاندې له دې توغندیو یو ځل ګټه اخیستل شوې ده.
په ورته وخت کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مشاور، جیک سالیوان په خبري غونډه کې تایید کړې چې د پام وړ توغندي یې اوکراین ته لېږلي او زیاته کړې یې ده، “موږ به نور توغندي هم ورولېږو.”
بلخوا د امریکا ولسمشر، جو بایډن امر کړی چې یوه نوې ۶۱ ملیارډ ډالري نظامي مرسته به اوکراین ته ورکړل شي.