Home » سیمه او نړی » رویټرز: امریکا اسراییلو ته د پوځي وسلو د استولو موافقه وکړه

رویټرز: امریکا اسراییلو ته د پوځي وسلو د استولو موافقه وکړه

رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې امریکا اسراییلو ته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د پوځي وسلو د لېږد اجازه ورکړې ده.

رویټرز خبري اژانس د دوو باخبرو سرچینو په حواله لیکلي چې په دغو نویو وسلو کې له ۱۸۰۰ زیات «مارک ۸۴» څو هدفي بمونه او ۵۰۰ «مارک ۸۲» بمونه شامل دي.

د دغه خبري اژانس د رپور له مخې، واشنګټن هر کال له خپل اوږدمهاله شریک، اسراییلو سره ۳٫۸ میلیارده ډالره پوځي مرسته کوي.

دا مرسته په داسې حال کې اسراییلو ته وړاندې کېږي چې دغه هېواد پر غزې د پرله‌پسې بمباریو او ځمکنیو بریدونو له امله له سختو نړیوالو نیوکو سره مخ دی.

تر دې مخکې، رویټرز راپور ورکړی و چې په فلسطیني سیمو کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړې رپورټرې «فرانچسکا البانزه» اسراییل په غزه کې په «نسل وژنې» تورن کړي دي.

په ورته وخت کې د امریکا د ولسمشر، جو بایډن د ګوند ځینو غړو له هغه غوښتي چې له اسراییلو سره د امریکا پوځي مرستې کمې کړي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د اوربند د نوي وړاندیز له مخې حماس د ۳۴ برمته شويو کسانو خوشې کولو ته تیار دی

د حماس یو چارواکي (یکشنبې، ...