Home » افغانستان » رونالډ کوبیا:طالبان دې تاوتریخوالی پای ته ورسوي
رویداد خبري آژانس

رونالډ کوبیا:طالبان دې تاوتریخوالی پای ته ورسوي

اروپايي ټولنه وايي، طالبان بايد د سیاسي عمل وړتیا وښيي، نه دا چې د اورپکو په څېر وسلې وکاروي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبيا پر خپل ټوېټر ليکلي:د خبرو اترو د نوي فصل په پيلېدو سره، دا د تل لپاره سوداګري نه شي کېدای، طالبان بايد د سياسي عمل وړتيا وښيي نه دا چې د اورپکو په څېر وسلې وکاروي.

نوموړي د ملګرو ملتونو هغو شمېرو ته اشاره کړې چې له مخې يې د تېرو پنځو اوونیو تاوتريخوالی په تېرو پنځو کلونو کې تر ټولو ډېر وو.

نوموړي له طالبانو غوښتنه کړې چې تاوتريخوالی پای ته ورسوي.

اروپايي ټولنې داسې مهال له طالبانو د تاوتريخوالي درولو غوښتنه کړې چې طالبانو ويلي، تر هغې چې په افغانستان کې د دوی په باور د جګړې عوامل شتون ولري، جګړه به دوام کوي، خو د دغه ډلې د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم ويلي، دوی تاوتریخوالی کم کړی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

یونیسف د ارزګان له روغتیايي مرکزونو سره د درملو او نورو توکو مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ...