د راپورونو له مخې د رومانیا په یوه روغتون کې چې هلته د کرونا ناروغان بستر ول، اور لګیدنه رامنځته شوې، په دې اورلګیدنه کې ۱۰ تنه مړه شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
راپورنه وايي د اور لګیدنې له امله یو شمېر په کرونا اخته کسان هم سوزیدلي او مړه شوي دي.
د رومانیا د بیړنیو حالاتو ادارې رسنیو ته وویل دا پیښه د پایترا نیمت په ښار کې رامنځته شوې، دی زیاتوی اورلګیدنه د یاد روغتون په عاجله څانګه کې وشوه.
په روغتون کې د اورلګیدنې لامل تر اوسه روښانه نه ده.
په دې روغتون کې یو ډاکټر چې هڅه کوله ناروغان له اوره وژغوري، سخت سوځیدلی دی.