Home » افغانستان » روغتیا وزارت: په پروان کې سلګونه کسان په شدید اسهال اخته شوي

روغتیا وزارت: په پروان کې سلګونه کسان په شدید اسهال اخته شوي

وروسته له هغې چې د پروان سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت د شینوارو ولسوالۍ په اوسېدونکو کې د یوې «نامعلومې ناروغۍ» د خپرېدو خبر ورکړ، د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې دغه کسان په اسهال اخته شوي دي.

د پروان د والي ویاند، حکمت شمیم په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې په څلورو وروستیو ورځو کې په دغه ولایت کې څه باندې ۵۰۰ کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او روغتونونو ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

د شمیم په وینا، دا ټول ناروغان د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ د “کفشان” درې اوسېدونکي دي. هغه زياته کړه، چې د دې ناروغۍ له امله تر اوسه دوه تنه مړه شوي او د ٥٠ نورو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل د چهارشنبې په ورځ د تلې ۴ مه اعلان وکړ چې د دې ناروغۍ د علت د معلومولو په موخه د سیمې د ناروغانو د وینې او د څښاک د اوبو نمونې راټولې شوې اود بیاکتنې لپاره روغتونونو ته استول شوي دي.

امرخېل دا هم ویلي چې لومړنۍ څېړنې ښيي، چې دغه کسان د سخت اسهال له امله ستونزې لري او يو شمېر ناروغان چې روغتيايي وضعيت يې جدي دى، د درملنې لپاره چاريکارو او کابل ته لېږدول شوي دي

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...