د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، په هېواد کې ۲۱ سلنه کسان د تنباکو د استعمال له کبله مړه کېږي، چې ډېره برخه یې سګرټ دي، چې د زړه او سرطان ناروغۍ پیدا کوي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې په هېواد کې په کلني ډول ۲۱ په سلو کې مړینه د تنباکو د کارولو له کبله رامنځته کېږي او په وینا یې، چې د دې هېواد له ټول نفوس په سلو کې ۸،۶ وګړي تنباکو استعمالوي.
د روغتیا په وزارت کې د غیر ساري ناروغیو د څانګې مسؤل حبیب اروال رسنیو ته ویلي، چې د تتباکو د استعمال له کبله لږترلږه ۲۲ ډوله سرطانونه پیدا کېږي او په افغانستان کې په سلو کې ۲۱ مړینه له همدې امله ده.
د اروال په وینا، چې په افغانستان کې ۸،۶ کسان د تنباکو په استعمال اخته دي چې ۱۴،۲ يې نارینه، ۲،۶ يې مېرمنې او پاتې نور يې ماشومان دي.”
بلخوا د د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په افغانستان کې يې د دخانیاتو د مخنیوي او نهکارونې په هدف عامهپوهاوی پیل کړی او زیاته کړې یې ده چې په دې برخه کې استادان، ښوونکي، پولیس او د ټولنې نور مشران د دې برنامې له لارې هڅه کوي چې په خپلو سیمو کې خلک د تنباکو له کارولو منع کړي او خلک د دغو توکو له زیانو خبر کړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې نن د مې ۳۱مه د تنباکو د نهکارولو نړیواله ورځ ده.