روغتیا وزارت:هېواد کې د کرونا ۲۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۲۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۹ زره او ۱۷۰ ته رسېدلی دی.
د یاد وزارت په وینا، په همدې موده کې له کرونا د مړیني کوم راپور نه دی ورکړل شوی خو پر همدې ویروس اخته نهه تنه بېرته روغ شوي دي.
د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۱ زر او ۴۵۱ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۲ زره او ۶۱۹ ته لوړ شوی دی.