Home » افغانستان » روغتیا وزارت: د ماشومانو د مړینې په اړه د روغتیا سازمان راپور بې اساسه او له حقیقت څخه لرې دی

روغتیا وزارت: د ماشومانو د مړینې په اړه د روغتیا سازمان راپور بې اساسه او له حقیقت څخه لرې دی

د عامې روغتیا وزارت د خوړو نړیوال پروګرام هغه راپور رد کړی چې ګواکې په افغانستان کې د ورځې ۱۶۷ ماشومان د داسې عواملو له امله مړه کېږي چې مخنیوی یې شونی دی.

د یاد وزارت ویاند شرافت زمان رسنیو ته په لیږل شوي یوه غږیز پیغام کې ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت له لوري د مور او ماشومان د صحت لپاره په تېر یونیم کال کې په کافي اندازه کار ترسره کړی دی.

نوموړی وايي، د روغتیا نړیوال سازمان له لوري یو بې اساسه راپور خپور شوی چې ګواکې په افغانستان کې هره ورځ ۱۶۷ نوي زېږېدلي ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ده په خبره دا یو بې اساسه راپور دی او له حقیقت څخه لرې دی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...