د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، د هېواد دیني عالمانو ته مو د کرونا واکسین تطبیق پیل کړ او په خبره یې چې دغو عالمانو د کرونا د درېیمې څپې د مخنیوي لپاره خلکو ته لارښوونې پیل کړې دي.
د دغه وزارت سرپرست وزیر ‘وحید مجروح’ پرن سې شنبې (د غویي ۷مه نېټه) رسنیو ته وویل، چې د کرونا درېیمه څپه هېوادوال له ستر ناورین سره مخ کوي، نو په همدې خاطر یې د واکسین د تطبیق چارې چټکې کړې دي.
د مجروح په وینا، چې دا واکسین یې دیني عالمانو ته شروع کړل او په خبره یې چې د حج او اوقافو وزارت د دغه ویروس د درېیمې څپې د مخنیوي په خاطر راسره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړی.
وزارت وايي، دا واکسین یې د «صدای داکتر و منبر» په نامه پیل کړي او اعلامیه زیاتوي چې له یوې میاشتې راهیسې ۲۷۰ زره هېوادوالو دا واکسین تطبیق کړي دي.
دغه وزارت له ټولو هېوادوالو غوښتي، چې د کرونا د درېیمې خطرناکې څپې تر خپرېدلو وړاندې خپل ځانونه واکسین کړي او په دې برخه کې باید د دیني عالمانو سپارښتنو ته غاړه کېږدي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۵ کسان په دې وبا اخته شوي، چې په هغو کې ۱۳ کسانو د دغه وایروس له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.