Home » افغانستان » روغتیا وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۲ کسان مړه شوي
رویداد خبري آژانس

روغتیا وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۲ کسان مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۱ زر او ۳۸۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر یادې ناروغۍ اخته ۹۲ کسان مړه شوي او ۴۹۷ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر یو لک او ۱۹۰۶ ته او د مړه شویو هغه بیا ۴ زره او ۱۲۲ ته لوړ شوی دی.

روغتیا وزارت پر هېوادوالو غږ کړی دی چې د کرونا وبا د درېیمې او خطرناکې څپې پراختیا مخنیوي لپاره باید روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...