Home » افغانستان » روغتیا وزارت: افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ٣٩٢۹۰ تنو ته ورسېد
رویداد خبري آژانس

روغتیا وزارت: افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ٣٩٢۹۰ تنو ته ورسېد

دافغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا وبا پنځه مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٩٢۹۰ ته ورسېد.

عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۲۱۱ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې پنځه يې مثبتې دي.

د معلوماتو له مخې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې هيڅوک د کرونا ناروغۍ له امله نه دي مړه شوي. د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتي چې د کرونا وبا د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې عملي کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...