دافغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
تازه ثبت شوې پېښې په بلخ، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې ثبت شوې دي.
له تازه ثبت شویو پېښو سره په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۸۹۱۹ تنو ته ورسېد.
همدارنګه په تېرو ٢٤ ساعتونو کې هېڅوک له کرونا ناروغۍ څخه نه دي مړه شوي.
یاد وزارت وایي که چېرې هېوادوال د کرونا وبا د مخنيوي په برخه کې د دغه وزارت لارښوونې عملي نه کړي، نو امکان شته چې هېواد کې د کرونا وبا دويم موج رامنځته شي.