د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۴۷۸ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې د ۹۶ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۴۹۴ ته رسېدلی دی.
د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا وبا اخته درې کسان مړه شوي او یو شمېر نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه له کرونا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۱ زر او ۴۱۵ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۰ زره او ۵۵۷ ته لوړ شوی دی.