د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۴۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۸۱۵ ته رسېدلی دی.
د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته یو کس مړ شوی او ۲۵ نور بېرته روغ شوي دي.
د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې؛ تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۴۲۶ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۲ زره او ۹۸ ته لوړ شوی دی.