د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هېواد کې د کرونا وبا ۴۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۸۵۵ ته رسېدلی دی.
د روغتیا وزارت په وینا، په همدې موده کې پر کرونا اخته لس کسان مړه شوي او ۴۰۵ نور بیا بېرته رغېدلې دي.
د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۴۳۶ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۲ زره او ۵۰۳ ته لوړ شوی دی.
د یاد وزارت ویاند اکمل سمسور نن په کابل کې د یادو شمېر د اعلان پر مهال یوې خبري ناستې ته خبرو کې یو ځل بیا پر هېوادوالو غږ کړی دی چې د یاد ویروس مخنیوي په موخه له ماسک څخه ګټه واخلي ځکه په وینا یې، ماسک کارول د کرونا مثبتې پېښې پام وړ کمولی شي.