Home » دسته‌بندی نشده » روغتیا وزارت:په افغانستان کې د کرونا ۳۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې
رویداد خبري آژانس

روغتیا وزارت:په افغانستان کې د کرونا ۳۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۲۶۷ نمونې څېړل شوې چې له ډلې یې د ۳۵ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۹ زره او ۲۲۷ ته رسېدلی دی.

د یاد وزارت په وینا، په همدې موده کې له کرونا د مړینې کوم راپور نه دی ورکړل شوی خو پر دغه ویروس اخته اووه کسان بېرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۴۵۳ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۲ زره او ۶۴۲ ته لوړ شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

Spiritual Analyses: Checking Out the Realm Beyond

Lots of people transform to ...