Home » افغانستان » روغتیا وزارت:په افغانستان کې د کرونا ۱۵نورې مثبتې پېښې ثبت شوې
رویداد خبري آژانس

روغتیا وزارت:په افغانستان کې د کرونا ۱۵نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې ۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د دغه وزارت زياته کړې، په دې سره په افغانستان کې په کرونا وايروس د اخته شوو کسانو شمېر ۳۹ زره ۲۵۴ کسانو ته ورسېد.

د روغتیا وزارت په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ له امله دوه تنه مړه شوي دي او په ټوليز ډول تر دې مهاله په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له کبله ۱۴۵۸ تنه مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ناروغۍ ۱۰۴ تنه رغېدلي دي.

د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۴۵۸ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۲ زره او ۷۴۶ ته لوړ شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...