دافغانستان عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۲۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۳۲۴ ته رسېدلی دی.
د یاد وزارت په وینا، په همدې موده کې د کرونا ویروس له امله د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی.
روغتیا وزارت دغه راز ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له دغې ناروغۍ ۳۶۹ کسان بېرته روغ شوي چې ورسره له یادې ناروغۍ د رغېدلیو کسانو شمېر ۳۰۰۷۷ ته رسېدلی او د مړه شویو هغه بیا هماغه ۱۴۰۹ دی.