د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۴۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۹ زره او ۱۴۵ ته رسېدلی دی.
د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته یو کس مړ شوی او ۳۴ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو شمېر یو زره او ۴۴۶ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۲ زره او ۶۱۰ ته لوړ شوی دی.